افغانستانبشری حقونهروستي خبرونه

ښایسته واعظ افغان مېرمن پېلوټه تر نړۍ د راګرځېدو سفر روسته هېواد ته راستنه شوه

افغان ولسمشر محمد اشرف غني تیره ورځ له هغه افغان مېرمن سره وکتل چې له نړۍ څخه د الوتکې په وسیله راګرځي.

د ارګ ماڼی له خوا په خپره شوې خبرپاڼې کې راغلي، چې جمهوررئیس غني له ښایسته واعظ سره په کتنه کې د نړۍ ۱۸ هېوادونو ته د الوتنې لپاره د هغې کوښښونه وستایل  او هیله یې څرګنده کړه چې نورې افغان نجونې هم د پیلوټۍ په برخه کې زده کړې وکړي او افغانستان ته ویاړونه ور په برخه کړي.

ښایسته واعظ له جمهوررئیس څخه د هغې د هڅونې له امله مننه وکړه، وې ویل: ویاړم چې افغانه یم او د پیلوټۍ په برخه کې به خپلې زده کړې او تجربې له نورو افغان نجونو سره د دوی د بریالیتوب په موخه شریکې کړم.

اغلې واعظ څرګنده کړه، د نړۍ چاپېره سفر بشپړولو لپاره بېلابېلو هېوادونو ته د سفر او له خلکو سره د لیدنو پرمهال به د افغانانو د سولې پیغام نړیوالو ته ورسوي.

د راپورنو له مخې، پیلوټې واعظ تر نړۍ د راګرځېدو سفر څو ورځې مخکط له امریکا څخه پیل کړی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

هم چک کړئ
بستن
دکمه بازگشت به بالا