اسلایدشوروستي خبرونهسیاستنړۍ

پوتین: له بده مرغه په ​​افغانستان کې وضعیت لا هم کړکېچن دی

دید خبري آژانس: د روسیې ولسمشر د شانګهای د همکارۍ سازمان په غونډه کې ویلي، چې افغانستان باید د دغه سازمان د پاملرنې مرکز پاتې شي او هر ډول ګواښ ته ځواب ووايي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د هند په کوربه توب د شانګهای د همکاریو د سازمان د مشرانو په مجازی غونډه کې وویل: د افغانستان وضعیت لا هم کړکېچن دی او د شانګهای د همکاریو د سازمان پام دې ته اړوی.

پوتین وویل: په دودیز ډول، د افغانستان وضعیت د شانګهای د همکاریو د سازمان د توجه مرکز دی… داسې وضعیت چې له بده مرغه لا هم کړکېچن دی.

د روسيې جمهور رئيس وويل، له تروريزم سره مبارزه، له افراطيت او مذهبي افراطيت سره مبارزه، د نشه يي توکو د قاچاق او نورو ډولونو د قاچاق مخه نيول او د لوټمارو سازمانونو سره مبارزه بايد د شانګهای د همکاريو سازمان په لومړيتوبونو کې پاتې شي.

پوتین زیاته کړه: زه غواړم د روسیې د وړاندیز یادونه وکړم چې د شانګهای د همکارۍ سازمان سیمه ایز تروریزم ضد سازمان په یو څو اړخیز مرکز بدل کړي چې د پراخو امنیتي ګواښونو ځواب وي.

هغه څرګنده کړه، ترهګري د سیمې او نړۍ امنیت ته جدي ګواښ دی او دغه سازمان باید له ترهګرۍ او افراطیت سره د مبارزې لپاره خپلې هڅې لا پیاوړې کړي.

هغه دغه راز له دغه سازمان څخه وغوښتل چې په افغانستان کې د ثبات د ټينګښت او د تروريستانو په امن پټنځاى د بدليدو مخه ونيسي.

د يادونې وړ ده، چې د شانګهاى سازمان سرمشريزه تېره ورځ د روسيې، ايران، چين، پاکستان او د منځنۍ اسيا د هېوادونو د مشرانو په حضور کې رسماً جوړه شوه.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا