اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

په غزه کې د اسرایلي رژیم د جنایتونو په وړاندې د طا-لبانو سخته اعلامیه

دید خبری آژانس: د غزې په تړانګه او د دغه ښار په الشفاء روغتون باندې د اسرائیلی رژیم له خونړیو حملو وروسته، په کابل کښې د بهرنیو چارو وزارت د یوې بیانیې په خپرولو سره د اسرائیلو د رژیم دغه کړنې د نه منلو وړ او د بشری حقوقو په خلاف د پرله پسې جنایتونو په توګه وبللې.

په دغه اعلاميه کې ويل شوي دي چې د هرې ورځې په تيريدو سره د غزې د تړانګې د ملکي وګړو په وړاندې د اسرائيلي رژيم له خوا د جګړې ټول قوانين تر پښو لاندې کيږي.

اعلامیه: له څلویښتو ورځو راهیسې د غزې په تړانګه کښې د صهیونیسټی پوځیانو وحشت له ټولو انسانی اصولو سره په تضاد کښې دی. اسرائيلي يرغلګرو د هرې ورځې په تېرېدو سره د جګړې له ټولو حدودو څخه سرغړونه کړې او په دې وروستيو وختو کې يې پر روغتونونو بريدونه پيل کړي دي چې تر ټولو تازه يې په الشفاء طبي کمپلکس باندې د صهيونېسټ ځواکونو بريد دی.

په اعلان کې، هغه زیاته کړه چې “د ا.ا.ا. هغه یو ځل بیا د غزې د بې دفاع خلکو په وړاندې د اسرائیلو ترهګرې په سختو الفاظو وغندله، د صهیونیسټ رژیم د چارواکو جنایتکاران او په غزه کښې د هغوی کړنې د جنګ له قوانینو ښکاره خلاف ورزی او د جنګ جنایت وباله.

په دې اعلامیه کې له نړۍ غوښتل شوي چې د غزې تراژیدي دې بې تفاوته نه شي. هغه له ملګرو ملتونو او نورو سازمانونو چې د بشري حقونو دعوه کوي، غوښتنه کوي، که رښتیا خپلو اعلان شویو ارزښتونو ته ژمن وي، باید په غزه کې د اسراییلو د بشریت ضد جنایتونو پر وړاندې په رښتیني، روښانه او عادلانه دریځ خپلولو سره د روانې ترهګرۍ مخه ونیسي. په دې برخه کې د لویدیځو هیوادونو دوه مخی چلند به دا نور هم یقیني کړي چې بشري حقونه د دوی لپاره یوازې یوه وسیله ده چې دوی د خپلو سیاسي موخو لپاره کاروي.

په اعلاميه کې له اسلامي هېوادونو هم غوښتل شوي چې د غزې د مظلوم ولس غږ واوري او په اغېزناکو او معقولو اقداماتو سره غبرګون وښيي.

باید وویل شي، چې پر غزې د اسرائیلي رژیم له خونړیو بریدونو څه باندې ۴۰ ورځې تېرې شوې، چې تر اوسه په کې لږ تر لږه ۱۰ زره فلسطینیان وژل شوي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا