اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاستمهم مطالب

هوايي بریدونه؛ د پاکستان سفیر احضار شو

دید خبري آژانس: د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په پکتیکا او خوست ولایتونو کې پر افغان خاوره د پاکستان د هوايي بریدونو په غبرګون کې په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړی او خپل اعتراض یې ورته وړاندې کړی دی.

وزارت په خپله اعلاميه کې ويلي چې د پاکستان بريدونه غندي او يادونه کوي چې طا-لبان «د نړۍ د زبرځواکونو پر وړاندې د ازادۍ لپاره د جګړې اوږده تجربه لري او په هېڅ صورت په خپله خاوره کې تېری نه شي زغملی».

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ویلي، د پاکستان نوی ملکي حکومت او خلک باید ځینو کسانو ته اجازه ورنه کړي، چې په غیر مسوولانه کړنو او ناسمو سیاستونو سره د دواړو ګاونډیو مسلمانو هېوادونو اړیکې نورې هم پیچلې کړي.

د پاکستان پوځ تېره شپه د پکتیکا او خوست په ولایتونو کې د افغانستان په خاوره کې هوايي بریدونه کړي دي.

د راپورونو له مخې په دغو بریدونو کې اته ښځې او ماشومان وژل شوي دي.

په داسې حال کې چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د تېرې شپې د برید په اړه څه نه دي ویلي، خو د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګې د تېرې شپې برید ته له اشارې پرته په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په پاکستان کې د ترهګرۍ وروستۍ څپه د افغانستان بشپړ ملاتړ او مرسته ده.

د پاکستان د پوځ په خبرپاڼه کې راغلي چې د طا-لبانو حکومت ترهګرو ته وسلې ورکوي او هغوی ته پناه ځایونه ورکوي.

د پاکستان د پوځ په بیانیه کښې راغلی دی: د افغان طالبانو په ملاتړ او د پرمختللو وسلو په برابرولو سره په پاکستان کښې ترهګرې پیښې زیاتې شوی دی.

د پاکستان دغه بريدونه يوه ورځ وروسته له هغه شوي چې د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري په شمالي وزيرستان کې د دغه هېواد د اوو پوځيانو له وژل کېدو وروسته د غچ اخيستلو ژمنه وکړه.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا