اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

له ایراني چارواکو سره د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي سلا مشورې

ډید خبري اژانس: د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی له ایراني چارواکو سره د دوه اړخیزو او سیمه ییزو سلامشورو په تېره بیا د افغانستان د پرمختګونو د کتنې په هدف تهران ته تللی دی.

پاکستاني رسنیو اعلان کړی، چې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي آصف علي دراني له ټاکل کېدو وروسته د لومړي ځل لپاره ایران ته سفر کړی دی.

درانی به په دغه سفر کې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او همداراز له خپل ایرانی سیال سره ووینی.

آصف علي خان درانی د جوزا میاشتې په پیل کې د پاکستان د لومړي وزیر له خوا د افغانستان په چارو کې د دغه هېواد د ځانګړي استازي په توګه وټاکل شو.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا