افغانستانروستي خبرونه

عثمانی: افغانستان د کورونا ویروس دوهمې څپې خپرېدو پړاو کې دی

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت نوماند وزیر ډاکټر احمد جواد عثماني، نن په یو خبري کنفرانس کې په افغانستان کې د کورونا ویروس د دوهمې څپې له خپرېدو خبر ورکړ.

د دید خبری آژانس په رپوت، د عامې روغتیا وزارت نوماند وزیر وایي: د هغو پېښو له مخې چې د هېواد په لابراتوارونو کې معاینات شوي، ښیې چې په هېواد کې د کورونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر مخ په ډېرېدو دی.
ډاکټر عثماني، په هېواد کې د کورونا ویروس د دوهمې څپې د مخنیوي په پار د عامې روغتیا وزارت لخوا د ترسره شوي اقداماتو په اړه ډاډ ورکړ او ټینګار یې وکړ: هغه پلان چې د اړوندو بنسټونو په همکارۍ د کورونا ویروس د دوهمې څپې مخنیوي لپاره رامینځته شوی، اوسهمال د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د پلي کېدو په حال کې دی.
هغه همدارنګه وویل: چې بېړنۍ کمېتې بیاځلې فعالې شوې دي او د کورونا ویروس دوهمې څپې راتګ پر وړاندې مبارزه کوي.
ډاکټر عثماني دغه راز وویل: چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د کابینې د پرېکړې له مخې د دغه ویروس د دوهمې څپې خپرېدو د مخنیوي په پار د ودونو هوټلونه چې په هېواد کې د ویروس د خپرېدو مهم عوامل دي د لېندۍ/قوس میاشتې ترپایه به وتړل شي.
د عامې روغتیا نوماند وزیر له ټولو هېواد والو څخه وغوښتل، چې د ویروس په وړاندې د ساتنې لپاره ټولې روغتیایي سپارښتنې/ لارښوونې تعقیب کړي، په ځانګړي توګه د ماسک کارول، پرله پسې ډول د لاسونو مینځل او په ګڼه ګوڼي ځایونو کې له ګډون څخه ډډه وکړئ.
د عامې روغتیا نوماند وزیر په ګاونډیو هېوادونو کې د کورونا ویروس خپرېدل د اندیښنې وړ وبلل او له هېواد والو څخه یې وغوښتنه داده چې ایران او پاکستان هېوادونو ته د غیر ضروري سفرونو څخه دې ډډه وکړي.
ډاکټر عثماني همدارنګه زیاته کړه چې د کورونا ویروس پر وړاندې د بدن لوړ مقاومت مهم رول لوبوي چې د ویټامین ډي او ویټامین سي کارول د بدن مقاومت زیاتوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا