افغانستانامنیت و حوادثروستي خبرونه

طا-لبان: په پروان کې مو د برښنا د ستنو د نړېدو عاملین ونیول

ډید خبري اژانس: د طا-لبانو استخباراتي سرچینو ویلي چې د دوی ځواکونو په سالنګ کې د داعش څلور کسیزه ډله نیولې چې د برېښنا ستنې یې ویجاړې کړې وې.

طا-لبان: په پروان کې مو د برښنا د ستنو د نړېدو عاملین ونیول

د طا-لبانو د استخباراتو له مخې دغې ډلې غوښتل چې په کابل او پروان کې نورې اډې هم له منځه یوسي.
د طا-لبانو استخباراتو زیاته کړې، چې نیول شویو کسانو د ټولنیزو شبکو له لارې یو له بل سره اړیکې درلودې او بریدونه یې تنظیمول.
د طا-لبانو په وینا، له دوی څخه ۲۵ حلقې ماینونه، موټر پلېټونه، لاسي بمونه، ګڼ شمېر موبایل سیټونه او څو میله کلاشنیکوفونه هم ترلاسه شوي دي.
د ثور د میاشتې په پیل کې د پروان په سالنګ کې د بریښنا دوه پایې په بمونو والوزول شوې چې له امله یې د کابل او ۱۱ ولایتونو بریښنا پرې شوه.
په هغه وخت کې ويل شوي وو چې د دغو دوو بريښنا پولو ويجاړتيا له سلو زرو ډالرو څخه زيات زيانونه اړولي دي.
په تېرو کلونو کې څو ځلې د برېښنا تاسيسات ويجاړ شوي او هېواد ته يې درانه زيانونه اړولي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا