افغانستانروستي خبرونهسیاست

طا-لبان: د کابل په کارته سخي کې څلور داعشی وژل شوي

ډيډ خبري اژانس: د کابل په کارته سخي کې د جګړې له پای ته رسېدو وروسته د طا-لبانو ویاند وايي، د داعش ۴ غړي وژل شوي او یو ژوندی نیول شوی دی.

طا-لبان: د کابل په کارته سخي کې څلور داعشی وژل شوي

طا-لب وياند ذبيح‌الله مجاهد په خپل ټويټ کې ليکلي، چې په دې عملياتو کې يوه اندازه وسلې او مهمات هم د طا-لبانو لاس ته ورغلي دي.
د طا-لبانو ویاند زیاته کړه: داعش پلان درلود چې له دغه مرکز څخه د محرم په ورځو کې زموږ پر شیعه هېوادوالو چې په کارته سخي سیمه کې په لوی شمېر راټولېږي، برید وکړي.
د راپورونو له مخې، په دې سیمه کې نښتې څو ساعته دوام وکړ او د پرله پسې جګړو له امله د سیمې خلک وېرېدل.
تېره ورځ د کابل امنیه قومندانۍ د کابل ښار د دریمې حوزې اړوند کارته سخي سیمه کې نښته تایید کړه او ویې ویل چې په دې سیمه کې یو کور محاصره شوی او د پاکولو کار روان دی.
په کابل کې د طا-لبانو د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ په یوه ټویټ کې لیکلي، چې وسله والو طا-لبانو د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د کارته سخي په امنیتي برج کې له یوه کور څخه ډزې کړې دي.
د طا-لبانو ویاند زیاته کړه چې دا کور اوس د طا-لبانو لخوا محاصره شوی او د پاکولو په حال کې دی.
يو ساعت وړاندې په کارته سخي کې ځايي اوسېدونکو په دې سيمه کې د ډزو اوازونه واورېدل او ويې ويل چې په دې سيمه کې سخته جګړه روانه ده.
دغه نښته تېره شپه شاوخوا ۹ بجې پای ته ورسېده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا