اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

د افغانستان ژغورنې لپاره د مقاومت ملي شورا:

د چین لخوا د طا-لبانو د سفیر منل یو نا معتبر تعامل دی

دید خبری آژانس: د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملی مقاومت شورا د چین د ولسمشر له خوا د «اسلامی امارت» د سفیر د باورلیک د منلو په غبرګون کښې دغه اقدام «یو غیر ډیپلوماټیک چلند، یو خوش باورانه عمل او د قانوني حکومتولۍ د اصولو نفی اقدام» وباله.

پرون (د دلو ۱۰مه) د چین ولسمشر په هغه هېواد کې د طا-لبانو د استازي او سفیر بلال کریمي باور لیک ومانه، چې له توند غبرګون سره مخ شو.

د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت شورا په داسې حال کې چې دغه عمل یو غیر ډیپلوماټیک چلند، خوشبینانه تعامل او د قانون د حاکمیت د اصولو د نقض په سترګه ګوري، د افغانستان د راتلونکي لپاره د دغه اقدام د هر ډول پایلو په اړه خپله اندیښنه څرګندوي.

په دغه بیانیه کې راغلي دي: «د افغانستان په ګاونډ کې د چین هیواد په داسې حال کې چې د افغانستان او خلکو برخلیک د یوې استبدادي، جنایتکارې او د ترورېزم د ملاتړې ډلې په ظالمانه واکمنۍ پورې تړلی دی، دغه غیرعادلانه ډیپلوماټیک عمل ته مخه کړه».

دغې شورا په خپله اعلامیه کې زیاته کړې: «په داسې حال کې چې د چین دا اقدام د افغانانو د ارادې، غوښتنو او ګټو خلاف دی، خو د نړۍ له هېوادونو او ملګرو ملتونو غوښتنه کوي چې په افغانستان کی د مشروع حاکمیت په غیاب کې د طا-لبانو د استازو له منلو ډډه وکړي.، دوی باید د قانون له مخې د یوه مشروع حکومت تر جوړېدو پورې له بېلابېلو چارو، په ځانګړې توګه له دیپلوماتیکو چارو ډډه وکړي او د داسې خوشبینانه تعاملاتو پر ځای د یوه مشروع حکومت د جوړولو له پروسې سره مرسته وکړي. هراړخیز ملي پروسه چې د اوسني وضعیت د بدلون او د ډیموکراسۍ د راستنیدو لامل شي».

اړونده مقالې

دکمه بازگشت به بالا