اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیاروستي خبرونهسیمهمهم مطالب

د هرات – خواف رېل پټلۍ به ډېر ژر فعاله شي

دید خبري آژانس د خبر له مخې، د هرات د ریل پټلۍ مسوولین وايي چې د هرات – خواف ریل پتلی لارې د صادراتو او وارداتو لړۍ د حوت میاشتې له لومړۍ نیټې څخه پیلیږي.

د افغانستان او ایران ترمنځ د شوي تفاهم لیک پر بنسټ ټاکل شوې چې د دواړو هېوادونو تر منځ به تر پنځه سوه زره ټنه پورې وارداتي او صادراتي توکي انتقال شي.

د هرات د ریل پټلۍ رئیس محمد نسیم محمدي رسنیو ته وویل: د حوت تر لومړۍ نیټې پورې به د دغې پټلۍ له لارې واردات او صادرات ترسره شي او د حوت تر پایه یا د بهار تر لومړۍ نیټې پورې به دغه کرښه د مسافرو لپاره چمتو شي. هره ورځ اورګاډي افغانستان ته راځي.

د هرات د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، ټاکل شوې ده د هرات – خواف رېل پټلۍ له لارې د ایران او افغانستان ترمنځ د مسافرو د لېږد لړۍ د نوي هجري لمریز کال په پسرلي کې پیل شي.

د هرات د ګمرک رئیس عبدالحمید احمد هم وویل: موږ دلته کافي اسانتیاوې برابرې کړي او هلته مو معیاري سیسټمونه فعال کړي دي. موږ هم کافي تشکیل لرو.

سوداګريز توکي د هرات د غوريان ولسوالۍ په روزنک سټيشن کې بارول کېږي.

د دغه راپور پر بنسټ، سلګونه ځايي اوسېدونکي د صادراتي او وارداتي توکو د بارولو او کښته کولو لپاره په کار ګومارل شوي دي.

د يادونې وړ ده، چې د هرات – خواف د اورګاډي درې برخې د هرات په غوريان ولسوالۍ کې تر روزنک سټيشن پورې د ايران له خوا جوړې شوې دي.

څلورمه برخه چې ۸۷ کیلومتره اوږدوالی لري د هرات تر صنعتي ښارګوټي پورې د افغانستان لخوا جوړیږي.

د هرات د ریل پټلۍ د ریاست د چارواکو په وینا، د څلورمې برخې د جوړولو کار روان دی او تر اوسه یې شاوخوا ۲۰ کیلومتره جوړ شوی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا