اسلایدشوافغانستانبشری حقونهروستي خبرونهسیاستمهم مطالبټولنه

د بښنې نړیوال سازمان: له پاکستان څخه د افغان کډوالو جبري اخراج دوی له جدي خطر سره مخ کړي

ډيډ خبري اژانس: د پاکستان د دې پرېکړې په غبرګون کې د بخښنې نړیوال سازمان ویلي، چې د دغه هېواد چارواکي باید افغان کډوال په زوره ایستلو ته ګواښ ونه کړي.

د بښنې نړیوال سازمان وايي، په پاکستان کې له ۳.۷ میلیونو ډېر افغانان ژوند کوي، چې ډېری یې غیر راجستر دي.

په پاکستان کې ډېری افغان کډوال له دې مخکې هم له ځورونې او توقیف سره مخ شوي دي.

په جنوبي اسیا کې د بښنې نړیوال سازمان سرپرستې نادیه رحمان د هغو راپورونو په ځواب کې چې ویلي یې دي، پاکستاني چارواکو ټولو نا راجستر شویو افغان کډوالو ته راتلونکې میاشت له هېواده د وتلو امر کړی او ویلي یې دي: په پاکستان کې مېشت افغانان د طا-لبانو له ظلمونو تښتي. دوی یو ناامنه ژوند تیروي چیرې چې دوی باید په پاکستان کې د مهاجرینو په توګه راجستر کولو لپاره له سختو کړنلارو څخه تیر شي یا بل هیواد ته د لیږد لپاره اوږده کړنلاره انتظار وکړي.

نادیه رحمان: افغانستان ته په زوره راستنېدل دوی له جدي خطر سره مخ کولای شي.

د بښنې نړیوال سازمان د پاکستان پر حکومت غږ کړی چې له افغان کډوالو سره خپلو تاریخي مرستو ته دوام ورکړي.

د بخښنې نړیوال سازمان هم د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمېشنرۍ څخه غوښتي چې په پاکستان کې د هغو افغانانو د غوښتنلیکونو ثبت او پروسس چټک کړي چې د نړیوال خوندیتوب غوښتونکي دي.

دغه سازمان همدا راز پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې په افغانستان کې د ځپلو شویو کسانو د ملاتړ لپاره خپلې ژمنې سمدستي عملي کړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا