افغانستانروستي خبرونه

خلک یې ویني؛ خو حکومت یې نه ویني

غزني د ولایتي شورا ځینو غړو ادعا کړې ده چې درې ورځې وړاندې د دغه ولایت په قره‌ باغ او واغظ ولسوالیو کې نامعلومو هلیکوپټرو ناستې کړې دي. څو ورځې وړاندې په شمال کې هم چارواکو همدا ډول ادعا وکړه. په سرپل، فاریاب، بغلان او ځینو نور ولایتونو کې خلکو، سیمه ییزو چارواکو او ان د بلخ والي وویل چې د مخالفینو تر کنټرول لاندې سیمو کې ناپېژانده چورلکې ناستې کوي. تر هغې وړاندې هم په ننګرهار، پکتیا او نورو سیمو کې دغه ډول ادعاوې شوې وې.

دفاع وزارت بیا د څېړنو خبره کوي او وايي، پلاوی یې ټاکلی دی چې دا موضوع وڅېړي. تر دې وړاندې هم دې ډول ادعاوو ته په ځواب کې دفاع وزارت او په ټوله کې حکومت د پلاوي د ټاکلو خبره کړې وه، خو دا چې پلاوي څه وکړل او د څېړنو پایلې یې څه دي، هېڅوک معلومات نه لري. د وسله والو مخالفینو تر کنټرول لاندې سیمو کې د چورلکو د ناستې ادعا ساده او عادي ادعا نه ده، دا جدي ادعا ده، د دې ادعا معنا دا ده، هغه څوک د وسله والو ملاتړ کوي چې د افغانستان هوايي حریم یې په واک کې دی. دا په دې معنا ده چې امریکایان او ملګري یې د مخالفینو ملاتړ کوي، وسلې او تجهیزات ورکوي. که دا خبره هم هېره کړو چې هوايي حریم د چا تر کنټرول لاندې دی، دا د جدي پوښتنې وړ ده چې څوک په ولایتونو او بیا په شمالي ولایتونو کې د چورلکو له لارې وسله والو ته اکمالات کوي؟

له همدې امله چارواکي دې د خلکو په سترګو کې د خاورې شیندلو پر ځای حقیقت له خلکو سره شریک کړي. دا چې پلاوي ټاکل کېږي او بیا یې کار او د کار پایله نه معلومېږي، دا د خلکو په سترګو کې له خاورې شیندلو او د واقعیت له پټولو پرته بله معنا نه لري. له همدې امله چارواکي دې نور دا ډرامه بنده کړي. دا خبره یوازې فېسبوکي تبلیغات او یا تشې اوازې نه دي. اوس د سرپل والي دا خبره کوي، د درزاب ولسوال وايي، وکیلان او د ولایتي شورا غړي وايي او د سیمه ییزو پولیسو یا اردو چارواکي دا خبرې کوي. د خلکو او حکومتیانو سترګې هم توپیر نه کوي، نو دا څنګه چورلکې دي چې خلک یې ویني خو حکومتیان یې نه شي لیدلی!؟ له همدې امله نور له دې چارې سره دغه ډول سرسري چلند کول د منلو نه دي. دا حکومت ته بل تاوان هم کوي او هغه دا چې له دې سره به خپله په حکومت کې خلک، زموږ امنیتي ځواکونه او ټول خلک پر حکومت بې باوره شي. د حکومت دغه ډول چلند دا معنا لرلی شي چې حکومت په دې چاره کې ښکېل دی او یا نه غواړي چې غبرګون وښيي.

که په حکومت کې دننه مامورین، زموږ امنیتي ځواکونه او عام خلک دغه ډول باور پیدا کړي، دا بیا د حکومت لپاره بدې پایلې لري. له بده مرغه اوس کیسه همدغه لور ته روانه ده؛ ځکه چې حکومت د بې معنا پلاوو له ټاکلو او بې پایلو څېړنو پرته د خلکو لپاره بل څه نه لري. خلک، سیمه ییز چارواکي او امنیتي ځواکونه ویني چې چورلکې وسله والو ته اکمالات کوي او د دوی په سیمو کې کېني. دغه حالت نور د زغم وړ نه دی، حکومت باید له خلکو سره حقیقت شریک کړي او د دغه حالت مخه ونیسي. له دې پرته به خلک همدا فکر وکړي چې حکومت هم د دې چټلې او استخباراتي جګړې یوه چټله برخه ده.

 

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا