افغانستانروستي خبرونه

امریکا: په افغانستان کې د داعش نوی مشر مو وژلی دی

د امريکا د دفاع وزارت وايي، چې د افغانستان لپاره د داعش ډلې نوی مشر “ابوسيد” يې وژلی دی.

د پنټاګون وياندې ډانا وايټ د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ادعا کړې، چې ابوسيد د تيرې سې شنبې په ورځ په کنړ کې د امريکايي ځواکونو په هوايي بريد کې وژل شوی دی.

د امريکا د سمندري ځواکونو وياند بل سالوين هم ورته څرګندونې کړي او زياته کړې يې ده، چې د داعش مشر په کنړ کې د داعش په مرکز د امريکا د بې پيلوټه الوتکې هوايي بريد کې وژل شوی دی.

شاوخوا درې مياشتې وړاندې د خراسان لپاره د داعش ډلې دوهم مشر عبدالحسيب هم د افغان او امريکايي ځواکونو په ګډو عملياتو کې وژل شوی و.

تېر کال د ننګرهار په ولايت کې د دغې ډلې لومړنی مشر حافظ سعيد ووژل شو.

تر اوسه داعش د خپل درېيم مشر د وژل کېدو په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي، خو تر دې وړاندې داسې راپورونه ورکول شوي و چې د عبدالحسيب تر وژل کېدو وروسته په افغانستان کې د داعش ډلې پر مشرۍ د دوو ازبک او اورکزيو ډلو تر منځ لانجې شوي چې تر اخره يې په يو مشر سره موافقه نه ده راغلې.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا