اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاستمهم مطالبنړۍ

ابوظبي: د امنیت شورا پریکړه لیک د افغانستان په اړه یوه اصولي نړیواله تګلاره جوړوي

ډید خبري آژانس: د افغانستان په اړه د امنیت شورا د پریکړه لیک له تصویب وروسته په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو استازي ویلي چې دغه پریکړه لیک د افغانستان په اړه یوه اصولي او عملي نړیواله تګلاره جوړوي.

د متحده عربي اماراتو استازي د امنیت شورا په غونډه کې د دغه پرېکړه لیک د تصویب په اړه وویل، چې دغه طرحه د سیمه ییزو او نړیوالو ګټو د انعکاس په ترڅ کې د افغانانو پر ګټو متمرکزه ده.

هغه زیاته کړه: د ځانګړي همغږي کوونکي په راپور کې د مشخصو وړاندیزونو پلي کول به لږ تر لږه د نړیوالې ټولنې یو موقتي او غبرګوني چلند پیاوړی کړي.

د ابوظبۍ استازي ویلي دي چې دا د یو سوکاله، سوله ییز او باثباته افغانستان په لور چې د افغانانو له خوا د افغانانو لپاره جوړ شوی، یوه ننګونکې خو عملي لاره پیلوي.

په همدې حال کې د اماراتو استازي یادونه وکړه چې تېر کال دا ځل طا-لبانو خپل یو شمېر سخت حکمونه صادر کړل چې له مخې یې د نجونو پر زده کړو او له شپږم ټولګي څخه وروسته د ملګرو ملتونو او نړیوالو انجوګانو لپاره پر کار کولو بندیز ولګېد.

هغه په ​​خپلو خبرو کې دا هم وویل: هغه څه چې هغه وخت روښانه وو او اوس هم څرګند دي هغه دا دي چې د افغانستان لپاره همغږي نړیواله ستراتیژي نشته.

د متحده عربي اماراتو د استازي په وینا، هغه څه چې نړۍ د افغانستان په اړه رهبري کوي، ښايي د افغانستان د کړکېچ د بدلولو وروستی چانس وي، چې د ټولو اړخونو جوړجاړي ته اړتیا لري.

د يادونې وړ ده، چې د دغه پرېکړه ليک مسوده متحده عربي اماراتو او جاپان چمتو کړې وه.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا