اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیاروستي خبرونه

کابینې د رسنیو او حکومت د ګډې کمېټې د مقررې طرحه تصویب کړه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د کابینې غونډه پرون ماښام په چهارچنار ماڼۍ کې جوړه شوه.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د کابینې غونډه پرون ماښام په چهارچنار ماڼۍ کې جوړه شوه.
د دید خبری آژانس په رپوت، په پیل کې جمهوررئیس غني د کابینې په استازیتوب د استاد حاجي محمدمحقق د ځوی محمدباقر محقق د مړینې په خاطر نوموړي ته خپله خواخوږي څرګنده، ارواښاد ته یې د فردوس جنت او کورنۍ ته یې له خدای تعالی څخه د جمیل صبر دعا وکړه.
د اجنډا مطابق عدلیې وزیر د دولتي شرکتونو قانون پنځوسمې مادې د (۶ او ۹) فقرو د تعدیل طرحه غونډې ته وړاندې کړه چې تصویب شوه.
همدارنګه عدلیې وزیر د افسرانو، بریدملانو او ساتنمنانو د ذاتي چارو قانون د ځینو برخو د تعدیل طرحه غونډې ته وړاندې کړه چې کابېنې یاده طرحه په پرنسیب کې تصویب او عدلیې وزارت یې موظف کړ چې دغه طرحه د کابینې د غړو د اصلاحي نظریاتو مطابق تصحیح او نهایي کړي.
په همدې ترتیب عدلیې وزیر د زندانونو چارو د تنظیم قانون طرحه غونډې ته وړاندې کړه چې کابینې تصویب کړه.
همداراز عدلیې وزیر د ښاري ځمکو د مجدد تنظیم او انکشاف مقررې طرحه غونډې ته وړاندې کړه چې کابینې یاده طرحه په پرنسیب کې تصویب او عدلیې وزارت یې موظف کړ چې د کابینې د غړو د اصلاحي نظریاتو مطابق یې تصحیح او نهایي کړي.

عدلیې وزیر د ښاري غیررسمي ملکیتونو د چارو د تنظیم مقررې د ځینو مادو د تعدیل طرحه غونډې ته وړاندې کړه چې کابینې تصویب نه کړه او دغه وزارت یې موظف کړ چې یاده طرحه د ښارجوړولو او ځمکو وزارت او ټولو اړوندو ارګانونو په همکارۍ د غونډې د یادونو مطابق تصحیح او د کابینې راتلونکو غونډو ته وړاندې کړي.
په همدې ترتیب عدلیې وزیر د رسنیو او حکومت د ګډې کمېټې د مقررې طرحه غونډې ته وړاندې او زیاته یې کړه دغه مقرره د رسنیو د اشخاصو د مصئونیت او امنیت د تامین، د رسنیو اشخاصو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیو ته د رسیدګۍ بهیر د چټکتیا، د تاوتریخوالي کمولو او رسنیو اشخاصو د حرفوي او صنفي حقونو د تامین او د اړوندو دولتي ادارو او رسنیو تر منځ د همغږۍ د تامین په موخه ترتیب او پړاوونه یې بشپړ شوي چې تصویب شوه.
وروسته د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو معین د کابل ښار په ۲۲ ناحیو کې د ښاري ځمکو د قېمت ګذارۍ او د ساختماني احجامو د بیې طرحه غونډې ته وړاندې کړه چې کابینې په پرنسیب کې تصویب او کابل ښاروالي یې موظفه کړه چې د یوه کال لپاره یې په امتحاني ډول تطبیق کړي.
وروسته عدلیې وزیر د هوا د ککړتیا کمولو او مخنیوي مقررې د ځینو مادو د تعدیل طرحه غونډې ته وړاندې کړه چې کابینې په پرنسیب کې تصویب او عدلیې وزارت یې موظف کړ چې دغه طرحه د غونډې د یادونو مطابق تصحیح او نهایي کړي.
د غونډې په بله برخه کې د مالیې وزارت مالي معین د جینوا د متقابل حساب ورکولو په اړه د دغه وزارت د ۲۰۱۹ کال د درېیمې ربعې راپور غونډې ته وړاندې کړ چې کابینې تصویب نه کړ او مالیې وزارت یې موظف کړچې یاد راپور د غونډې د یادونو مطابق تصحیح او د کابینې راتلونکو غونډو ته وړاندې کړي.
ورپسې د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست د ۱۳۹۹ هجري شمسي کال د کاليزې طرحه غونډې ته وړانده کړه چې تصویب شوه. همدارنګه کابینې ۱۳۹۹ کال د پیوستون او اصلاحاتوکال ونوماوه.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر د ۱۳۹۸ کال د ژمنیو پېښو ځواب ویونکی پلان غونډې ته وړاندې کړ چې کابینې په پرنسیب کې تصویب کړ.
وروسته د ترانسپورټ وزارت سرپرست د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ چیکل کلي کې د خلکو د (۶۶۸۲) متره مربع ځمکې چې د کابل-پروان سړک پروژې لاندې راغلې ، د ننګرهار ولایت د بهسودو پله سړک جوړولو او اتصال او نورو زیانونو له امله د (۲۰۹۴،۷) متره مربع ځمکې او د خوست ولایت په متون سیمه کې واقع د (۷۲۰) متره مربع ځمکې چې د سړک تر مسیر لاندې راغلې د استملاک غوښتنه غونډې ته مطرحه کړه چې کابینې تصویب کړه.
همدارنګه د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې لوی رئیس د نورستان ولایتي شورا ودانۍ جوړولو لپاره د خلکو د ۳۰ بسوې او ۳۴ متره مربع ځمکې موازي استملاک غونډې ته وړاندې کړ چې کابینې تصویب کړ.
د غونډې په دوام د ښارجوړولو او ځمکو وزارت په کاپیسا، کابل، دایکنډي، ننګرهار، نیمروز، پروان، هرات، بغلان، کندز، میدان وردګ او بلخ ولایتونو کې د دولتي ځمکو د ۲۴ مورده د استفادې حق لېږد اسنادو او په کندز او پروان ولایتونو کې د دوه دیني مدرسو او په بغلان ولایت کې د ښوونکو د روزنې ریاست د یوې ودانۍ جوړول غونډې ته وړاندې کړل چې کابینې تصویب کړل.
د غونډې په پای کې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین او سرپرست د بین المللي معاهدو ۱۰ مورده غونډې ته وړاندې کړل چې کابینې تصویب کړل.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا