اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثروستي خبرونهسیاست

په هرات کې یو ځل بیا وسله والو کسانو د دوو دیني عالمانو په ګډون شپږ شیعه اتباع ووژل

د دید خبري آژانس د خبر له مخې، له هرات ولایت څخه ترلاسه شوي راپورونه وايي، چې د نامعلومو وسله والو د برید په پایله کې د ۲ شیعه دیني عالمانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.

د هرات په جبریل کوره ملی کې وسله والو پر یو شمېر شیعه وګړو برید کړی، چې له امله یې ۶ تنه وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.

په وژل شوو کې څلور ښځې او د ځايي جومات دوه ملا امامان هم شامل دي.

د راپورونو له مخې د حضرت ابوالفضل جومات ملا امام محمد محسن حمیدي او د رسول اکرم جومات ملا امام محمد تقي صادقي مړه شوي دي.

له بلې خوا ځينې راپورونه وايي چې په دغه وسله وال بريد کې ۹ تنه وژل شوي دي.

تر دې مخکې د هرات ولایت د شیعه علماوو د شورا دوه غړي شیخ رجب اخلاقی او خادم حسین هدایتي په المهدي جبریل ښارګوټي کې د نامعلومو وسله والو له خوا په ډزو وژل شوي وو.

د دې برید په غبرګون کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ویلي، چې عاملین یې باید وپېژندل شي او محاکمه شي.

دا په داسې حال کې ده چې طا-لب چارواکي تل وايي چې په هېواد کې امنيت تضمين دى.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا