اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاستسیمهمنطقیمهم مطالبنړۍ

پاکستان له طا-لبانو وغوښتل چې د خیبر پښتونخوا د برید عاملین وسپاري

د دید خبري آژانس د خبر له مخې، په خیبر پښتونخوا ایالت کې له وروستي خونړي ځانمرګي برید وروسته پاکستان له طا-لبانو غوښتي، چې د دغه برید عاملین وسپاري.

تېره ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د طا-لبانو له موقت حکومت څخه وغوښتل چې په دیره اسماعیل خان کې د هغه خونړي ځانمرګي برید په اړه چې تر ۲۰ زیات پوځیان پکې ووژل شول، وڅېړي.

لږ تر لږه ۲۳ عسکر هغه مهال ووژل شول کله چې وسله والو له چاودیدونکو توکو ډک موټر سره د پاکستان پر پوځي اډې برید وکړ، د پاکستان پوځ وايي، په دغه برید کې چې د تحریک طا-لبان پاکستان (TTP) سره تړلې یوې ډلې په غاړه اخیستې وه.

د دغه هېواد پوځ اعلان کړی، چې پرون سهار وختي د خيبر پښتونخوا ايالت په ډېره اسماعيل خان ولسوالۍ او د افغانستان پولې ته څېرمه پر يوې پوستې بريد وشو، چې په ترڅ کې يې د شپږو ترهګرو په ګډون يوه ځان وژونکې ډله وژل شوې ده.

د دغه برید په غبرګون کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اسلام اباد کې د طا-لبانو جګپوړی دیپلومات احضار کړ او پر پاکستان یې سختې نیوکې وکړې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې بیانیې کښې اعلان وکړ: د تحریک جهاد پاکستان په نامه ترهګرې ډلې چې له تحریک طا-لبان پاکستان سره تړلې ده، د دغه حملې مسئولیت په غاړه اخیستی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د طا-لبانو له استازي څخه غوښتل شوي، چې د طا-لبانو د وروستي برید د بشپړې څېړنې او له عاملینو سره د سختو اقداماتو د ترسره کولو لپاره دې ژر تر ژره د طا-لبانو موقت حکومت ته خبر ورکړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا