اسلایدشوروستي خبرونهسیاستنړۍ

آیت الله خامنه ای:

ټول اسلامي عالمان د قرآن کریم سپکاوی کوونکو ته د سختې سزا په اړه متفق دي

دید خبری اژانس: د ایران مشر آیت الله سید علی خامنه‌ای په سویډن کښې د قرآن کریم د سپکاوی په غبرګون کښې وویل ټول اسلامی عالمان د قرآن کریم سپکاوی کونکو ته د سختې سزا په ورکولو موافق دی.

آیت الله خامنه‌ای په دې اړه وویل: په سویډن کې د قرآن کریم د سپکاوی کولو جرأت یوه ترخه، توطیه او خطرناکه پېښه ده. د دې جرم مرتکب ته تر ټولو سخته سزا د ټولو اسلامي علماوو مشترک نظر ده.

د ایران لوی مشر په دې اړه زیاته کړه: د سویډن حکومت هم باید پوه شی چې د جنایتکارانو په ملاتړ سره یې د اسلامی نړۍ په خلاف جنګی چلند کړی او د ټولو مسلمانو ملتونو او د هغوی د ډیرو حکومتونو کرکه او دښمنی یې راپارولې ده.

هغه وویل چې دا د سویډن د حکومت دنده ده چې هغه څوک چې قرآن ته سپکاوی کوي د اسلامي هیوادونو قضایي نظام ته وسپاري.

آیت الله خامنه‌ای هم په ټینګار سره وویل: د پردې تر شا دسیسې جوړونکي هم باید پوه شي چې د قرآن کریم حرمت او ارزشت ورځ په ورځ زیاتیږي او د هغه د لارښوونو څراغونه به روښانه شي. د دې توطيې خوښوونکي او عاملين يې د دې پرله پسې زياتېدونکې بربريت د مخنيوي لپاره ډېر کم دي.

د يادونې وړ ده، چې له تېرو دوو اوونيو راهيسې په سکنډيناويا هېوادونو کې د قرآن کريم د توهين څپې روانې دي او په وروستۍ پېښه کې پرون په ډنمارک کې يوې ښي اړخې ډلې قرآن ته سپکاوی وکړ.

اړونده مقالې

دکمه بازگشت به بالا