اسلایدشوافغانستانروستي خبرونه

ولسمشر د کابل د پېښو په باب غبرګون وښود

افغان ولسمشر محمد اشرف غي په پلازمینې کابل کې تیرې شپې پیښې په غبرګون کې په مدني حق، سوله ییزو مظاهرو او مدني آزادیو ټینګار وکړ.

د ارګ ماڼی له خوا په خپرې شوې خبرپاڼې کې راغلي “جمهوررئیس دپرون شپې پر پېښې د ژورې خواشینۍ د څرګندولو تر څنګ یو ځل بیا د هېوادوالو په مدني حق، سوله ییزو مظاهرو او مدني آزادیو ټینګار کوي.”

خبرپاڼه زیاتوي، چې ولسمشر غني مسوولانو ته یې لارښوونه کړې ده چې د پېښې جزئیات و ارزوي او اصلي عاملان یې له پيژندو وروسته د هېواد له نافذه قوانینو سره سم مجازات کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله له دې وړاندې په پلازمینې کابل کې تیرې شپې پیښې په غبرګون کې ویلي وو، چې د معترضینو او امنیتي ځواکونو ترمنځ د شخړې په اړه به پلتنې کیږي.

معترضین ادعا کوي، چې د نښتو په ترڅ کې لږ تر لږه دوه تنه اعتراض کوونکي وژل شوي او نږدې ۲۷ تنه نور ټپیان دي.

د راپورونو له مخې، نښتې هغه مهال رامنځته شوه کله چې امنیتي ځواکونه تیره شپه شاوخوا یوه بجې د خېمې لیرې کولو لپاره د ښار په مرکزي برخه ورغلي وو.

دا په داسې حال کې ده چې نږدې درې اونی مخکې د کابل ذنبق څلور لارې ته نژدې د یوه ټانکر په واسطه چې له چاودېدونکو موادو ډک و، حمله وشوه چې ترڅ کې تر ۱۵۰ کسان ووژل شول او سلګونه نور ټپیان شول.

ورپسې سلګونو خلک د یاد برید په غبرګون کې واټونو ته راوتل او لاریون هغه مهال په تاوتریخوالي بدل شو چې مظاهره چیانو د ارګ لورته د تګ هڅه کوله.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا