اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاستمهم مطالبنړۍ

مجاهد: د فشار او بندیزونو لګول د ناکامو تجربو د تکرار دی

ډيډ خبري اژانس: د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت پر ۲ چارواکو د امریکا د نویو بندیزونو د لګولو په غبرګون کې ویلي، چې دغه بندیزونه او فشارونه د ناکامو تجربو د تکرار په موخه دي.

ذبیح الله مجاهد د طا-لبانو پر دوو لوړ پوړو چارواکو د بندیزونو په غبرګون کې په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي: موږ د امریکا د خزانې وزارت لخوا د افغانستان د اسلامي امارت پر دوو چارواکو (شیخ فرید الدین محمود او شیخ محمد خالد حنفي) لګول شوي بندیزونه غندو.

هغه زیاته کړه، فشارونه او بندیزونه د کومې ستونزې د حل لاره نه ده.

مجاهد: که څه هم امریکا د دا ډول ناکامو کړنو تاریخ لري، خو باید خپلې ناکامې تجربې تکرار نه کړي.

هغه زیاته کړه په داسې حال کښې چې امریکا پخپله د اسرائیلو د ملاتړ له امله د بشری حقوقو ترټولو ستر سرغړونکی دی خو په نورو د بشری حقوقو په خلاف ورزۍ تورنول او بیا ورباندې بندیزونه لګول د امریکا له نظره بې دلیله او غیر منطقی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا