اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاستشننه

طالبان له امریکا سره تر هوکړې وروسته په واکونو اختلاف لري

اوس ورو ورو د طالبانو اصلي څېره په ډاګه کیږي او دا په اثبات رسیږي چې دا ډله د واک او پيسو لپاره جنګیدله او پردي اولادونه یې جګړه کې ووژل او ټپیان کړي.

سید عبدالله پاچا
قطر کې د امریکا د متحده ایالتونو او طالبانو ترمنځ له هوکړې وروسته د طالبانو د رهبري په کچه اختلافات راپورته شوي او د دې اختلافاتو له کبله اندیښنې شته چې دا ډله په څو ډلو وویشل شي.
د طالبانو تش په نوم والیان او نظامي مسئولین تبدیل شوي، ځینې له یوې سیمې بلې ته او ځینې بیخي له واک ویستل شوي چې شدید خفګان لامل شوي دي.
له پخوا راهیسې هره سیمه کې به چې طالبانو فعالیت کو، د همغې سیمې مخور کس به د طالبانو تش په نوم ولسوال، والي او یا قومندان و.
طالبانو دا کار د دې لپاره کو چې د سیمې خلک کولی شي په اسانۍ د شپې ځای، ډوډۍ او پټنځای پيدا کړي، دغه راز ځایي خلکو کولی شول په اسانۍ سره د خلکو له مجبوریت ګټه پورته کړي، د عشر یا زکات په نوم ترې باج واخلي او یا یې خپلو لیکو ته جذب کړي.
خو اوس د طالبانو رهبري شورا پریکړه کړې چې زیاتو برخو کې بدلونونه راولي او زیات طالب قومندانان یې حاشیې ته کړي چې د وسله والو ترمنځ یې سخت اختلافات راپورته شوي دي.
تازه په فراه ولایت کې د طالبانو د نظامي کمیسیون مشر ملا نعمت‌الله معصوم چې د اسحق‌زي قوم سره یې تعلق درلود، د فراه ولایت څخه لیرې شوی او پر ځای یې د فاضل اسحاق‌زي پر نوم بل کس مقرر شوی دی.

له دې تبدیلۍ او ګمارنې وروسته په فراه ولایت کې د طالبانو د وسله والو ډلو ترمنځ سخت اختلافات راپورته شوی دي، ځینې نه غواړي چې د نوي ګمارل شوي تش په نوم والي ملا فاضل تر امر لاندې جګړه وکړي.
ځکه دا ډلې د ملا نعمت په مشرۍ راټولې شوي او رهبري شوي دي چې تر ډیره د هغه اوامرو ته پایبند دي او نه غواړي چې له نور چا سره کار وکړي.
طالبانو تراوسه د افغانستان جګړه د جهاد په نوم کوله، هر څه به افغان حکومت او کشفي ارګانونو خلکو ته ویل چې دا ډله د واک وږې ده او هیڅ ډول جهاد نشته، خو بیا به هم خلکو جګړه کوله او خپل افغانان به یې وژل.
اوس ورو ورو د طالبانو اصلي څېره په ډاګه کیږي او دا په اثبات رسیږي چې دا ډله د واک او پيسو لپاره جنګیدله او پردي اولادونه یې جګړه کې ووژل او ټپیان کړي.
که د طالبانو جګړه جهاد وی نو بیا یې ولې امریکا سره هوکړه کې ذکر کړي چې تاوتریخوالی به کموي او بالاخره به سوله کوي.
ښکاره خبره ده چې طالبانو تیر نولس کاله تاوتریخوالی وکړ، د خپلو شخصي او بهرنیو هېوادونو د ګټو لپاره یې وطن وران کړ، له پرمختګ یې پاتې کړ، خلک یې ووژل، ټپيان یې کړل، معلول یې کړل، ښځې یې کونډې کړلې، میندې یې بورې کړلې، ماشومان یې یتیمان کړل.
دا هر څه طالبانو د اسلام او جهاد ترنامه لاندې وکړل، خو له امریکا سره تر هوکړې وروسته مالومه شوه چې دا هر څه تاوتریخوالی و چې هر طالب مشر پکې ځان سرمایداره کړ او پردي اولادونه یې قرباني کړل.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا