اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیاروستي خبرونهسیاست

سیګار په سویس کې د افغانستان له وجهي صندوق څخه د ناوړه ګټې اخیستنې په اړه اندیښنه لري

ډيډي خبري اژانس: سیګار په یوه راپور کې ادعا کړې چې طا-لبان په سویس کې د افغانستان د وجهي صندوق له پیسو ناوړه ګټه اخلي.

د افغانستان په چارو کې د امریکا د ځانګړي سرمفتش دفتر (سیګار) د امریکا کانګرس ته په خپل نوي راپور کې په سویس کې د افغانستان له پیسو څخه د ناوړه ګټې اخیستنې په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده.

سيګار وويل: اماني صندوق له هغو فعاليتونو سره مالي مرسته نه ده کړې چې د افغانستان خلکو ته ګټه رسوي.

دې ادارې زیاته کړې، چې طا-لبانو د مشکوکو مالي فعالیتونو د څارنې د څانګې د مسوول په ټاکلو کې رول لوبولی دی.

د سیګار نوی راپور د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټې د رییس په غوښتنه چمتو شوی او د دې کمیټې رییس مایکل مک کال ته ورکړل شوی دی.

د دغه راپور پر بنسټ، د افغانستان له وجهي صندوق څخه د پیسو ایستل د دغه صندوق د ټولو غړو له مثبتو رایو وروسته ترسره کېږي او ویل کېږي چې د دې صندوق هر غړی د ویټو حق لري.

د يادونې وړ ده، چې د راپورونو له مخې، دغه صندوق تر اوسه له ١٥٥ ميليونو ډالرو ډېر عايد ترلاسه کړى دى.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا