اسلایدشوافغانستانروستي خبرونه

د کندوز په خان آباد کې سخته جګړه روانه ده

له تېرودوه ورځو راهيسې د کندزو ولايت په خان اباد ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ جګړې روانې دي، چې له کبله يې ډیری سيمې او يو شمير پوستې د طالبانو لاس ته لوېدلي دي.

د کندز ولايتي شورا وايي، که دغه ولسوالۍ ته حکومت جدي پاملرنه ونه کړي، ډېر ژر به د طالبانو په لاس سقوط وکړي.

د ولايتي شورا غړی صفي الله اميري رسنيو ته ويلي، چې له پرون راهيسې طالبانو په خان اباد ولسوالۍ کې ډيره سيمه نيولې او په وينا يې چې د جګړو له امله د کندز- تخار لويه لار تړل شوې ده.

بل پلو د دغه ولايت امنيه قوماندان پاسوال عبدالحميد حميدي وايي، چې په خان اباد کې يې د طالبانو لاس ته د لوېدلو سيمو د بيرته نيولو لپاره تازه دمي سرتيري استولي او ډير ژر به وضعيت عادي شي.

طالبانو په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې په ياده سيمه کې يې ډیری سيمې له دولتي ځواکونو نيولي او درنه مرګ ژوبله يې وراړولې ده.

تېره ورځ هم د يادې ولسوالۍ له بازار څخه د جګړو او نښتو راپورونه ورکول شوي چې دواړو غاړو ته پکې تلفات رسېدلي دي.

ځايي باوري سرچينې وايي، چې د ولسوالۍ بازار تړل شوی او اوس مهال هم جګړه روانه ده.

د سرچينې په وينا طالبانو تېره ورځ ناوخته د افغان پوځ يوه چورلکه ويشتلې او هوايي ډګر ته په رسېدو نسکوره شوه او ډيره برخه يې له کاره لوېدلې ده.

ويل کېږي، د چورلکې لوېدو پېښه کې يو پيلوټ وژل شوی دی.

تر اوسه د چورلکې د لوېدو په اړه چارواکو څه نه دي ويلي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا