اسلایدشوافغانستانروستي خبرونه

د نن ورځې سالمې نجونې به، د راتلونکې سالمې مېندې وي

د دید خبری آژانس به رپوت، بي بي ګل چې د چهارشنبې په ورځ یې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې په دغه پروګرام کې وینا کوله، دې ته په ټینګار سره چې د نن ورځې سالمې نجونې به، د راتلونکې سالمې مېندې وي؛ نجونو ته د بلوغ په موده کې د فیزیولوژیکي بدلونونو په اړه د پوهاوي ورکولو په برخه کې د هغوی د والدینو، نیاګانو او ښوونکو رول مهم وباله.

پوهنې وزارت د نجونو د حفظ الصحې نړیواله ورځ، ولمانځله.
د دید خبری آژانس به رپوت، بي بي ګل چې د چهارشنبې په ورځ یې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې په دغه پروګرام کې وینا کوله، دې ته په ټینګار سره چې د نن ورځې سالمې نجونې به، د راتلونکې سالمې مېندې وي؛ نجونو ته د بلوغ په موده کې د فیزیولوژیکي بدلونونو په اړه د پوهاوي ورکولو په برخه کې د هغوی د والدینو، نیاګانو او ښوونکو رول مهم وباله.
لومړۍ مېرمن وویل، چې نجونو ته د میاشتنې عادت په اړه پوهاوی ورکول، د هغوی پر سلامتیا سربېره، د دې لامل کېږي چې ځوانې نجونې پر خپل بدن زیات کنټرول ولري، پر خپل ځان یې باور لوړ شي او په ښوونځیو کې یې د غیرحاضرۍ په کچه کې هم کموالی رامنځته شي.
په ورته وخت کې د پوهنې وزارت سرپرست، ډاکتر محمد میرویس بلخي، د میاشتني عادت پر مهال نجونو ته د فیزیولوژیکي بدلونونو په اړه د پوهاوي ورکولو اهمیت ته په اشارې سره زیاته کړه: پوهنې وزارت د نجونو د منځنۍ دورې د زده کوونکو لپاره یوه لړ اقدامات تر لاس لاندې نیولي او د یونیسف ادارې په مرسته یې د نجونو د میاشتني عادت ۱۱۰ زره ټوکه لارښود کتابونه چاپ کړي دي.
نوموړي زیاته کړه چې دغه کتابونه په ولایتونو کې د نجونو د منځنۍ دورې ښوونځنیو زده کوونکو ته د تقویتي مضمون په توګه تدریسېږي.
د پوهنې وزارت سرپرست، د نجونو د حفظ الصحې په اړه د پوهاوي ورکولو په برخه کې د والدینو، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت او رسنیو رول، اغېزمن وباله.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له پوهنې او عامې روغتیا وزارتونو سره په همغږۍ، د نجونو د حفظ الصحې په اړه د پوهاوي ورکولو په برخه کې مرسته کوي څو اړوند پیغامونو د هېواد لېرو پرتو سیمو ته ورسېږي.
د کلیو د بیارغونې او پراخیتا وزیر، مجیب الرحمن کریمي وویل، چې د کلیو په کچه جوړښتونو کې د روغتیا او پوهنې دوه فرعي کمېټې رامنځته شوي دي، چې د کلیو د شوراګانو په ناستو کې په دې څانګو پورې اړوند موضوعات، له همدې څانګو سره تر بحث او څېړنې لاندې ونیسي.
هغه زیاته کړه چې له ۲۰۱۶ کال څخه تر دې مهاله یې، د اوبو رسولو او حفظ الصحې د پروګرامونو په چوکاټ کې د هېواد په کچه د ۸۵ زره ښځو لپاره د پوهاوي ورکولو ورکشاپونه جوړ کړي دي.
کریمي دغه راز وویل چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت تر دې دمه، د هېواد په کلیو کې څه باندې ۵۲ سلنه خلکو لپاره د دې زمینه برابره کړې چې پاکو اوبو ته لاسرسی ولري.
د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسۍ مرستالې، ډېوې صمد، د نجونو میاشتی عادت یو طبیعي او فیزیولوژیک حالت وباله او ویې ویل، چې نجونې باید دې پړاو ته له رسېدو مخکې د هغه په اړه پوهاوی ولري.
هغې وویل چې د میاشتني عادت په اړه د نجونو نه پوهاوی، د اضطراب، سټرس، شرم، د مېندوارۍ په دوره کې د اختلالاتو او حتی شنډتوب لامل کېږي.
مېرمن صمد، که څه هم د لارښودونو چمتو کول، په ښوونځیو کې نجونو ته د اوسپنې او فولیک اسیډ ټابلېټونو وېشل د دغه وزارت د کړنو په توګه یاد کړل؛ خو هغه یې کافي و نه بلل او ویې ویل چې په دې برخه کې به پر یوه منسجم او اوږدمهاله ملي پلان کار وشي.
په ورته وخت کې په افغانستان کې د یونیسف ادارې او سویډن کمېټې استازو، د نجونو د حفظ الصحې په اړه د پوهاوي ورکولو اهمیت ته په ټینګار باندې، له پوهنې او عامې روغتیا وزارتونو سره د خپلو مرستو او همکاریو د دوام ژمنه وکړه.
د یونیسف ادارې د راپور پر بنسټ، د ښوونځیو ۵۰ سلنه نجونو د میاشتني عادت په اړه پوهاوی نه درلود او ۳۰ سلنه نورو یې د میاشتني عادت پر مهال ښوونځي ته له تګ څخه ډډه کوله.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا