اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

د ملکي تلفاتو اړوند د یوناما د راپور په اړه اعلامیه

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د روان میلادي کال په لومړیو دریو میاشتو کې د ملکي تلفاتو په هکله د یوناما راپور لیدلی دی.

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د روان میلادي کال په لومړیو دریو میاشتو کې د ملکي تلفاتو په هکله د یوناما راپور لیدلی دی.
د ملی امنیت شورا دفتر د راپور له مخی، په دې راپور کې د جګړې له امله ملکیانو ته د اوښتي مرګ ژوبلې په اړه ذکر شوي ارقام ټکان ورکوونکي او د جدي تامل وړ دي. دغه راپور دا واقعیت نور هم روښانه کوي، چې په هیواد کې د ملکي خلکو دژوند د ساتني لپاره یوه سرتاسري او دوامداره اوربند ته سمدستي او جدي اړتیا موجوده ده.
د طالبانو او نورو تروریستي ډلو بریدونه، د سړک غاړې ماین چاودنې، په ګڼې ګوڼې سیمو کې ځانمرګي بریدونه او له ولسي وګړو له کورونو او عام المنفعه تاسیساتو د سنګرپه توګه استفاده لا هم د ملکي خلکو د مرګ‌ژوبلې اساسي عوامل دي.
د افغانستان اسلامي جمهوریت اساسي لومړیتوب د خلکو ساتنه ده، ځکه ملکي تلفات ورته په هیڅ ډول د قبول وړ نه دي او د ملکیانو د ساتنې په هدف یې د ځانګړو میکانیزمونو په ایجاد سره مؤثر فعالیتونه کړي. موږ ژمن یو، چې د مخالفینو له جګړو او کرونا وایروس دواړو څخه د خپلو خلکو د ساتنې لپاره نور اقدامات هم وکړو.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا