اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

د دوحې غونډه؛ دیپلوماتیکې مشورې روانې دي

د دید خبري آژانس د خبر له مخې، د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په کوربه توب د دوحې له غونډې مخکې د افغانستان لپاره د هېوادونو د ځانګړيو استازو ډیپلوماټیکې مشورې دوام لري.

د افغانستان لپاره د هېوادونو د ځانګړيو استازو دوهمه غونډه به نن یکشنبه (د ډلو ۲۹مه) د ملګرو ملتونو د سرمنشي په کوربه توب پر ځايي وخت د ماښام په ۶ بجو پیل شي.

د نړۍ د څه باندې ۲۰ هېوادونو استازي دا مهال د طا-لبانو تر واک لاندې افغانستان په اړه پر خپلو دریځونو خبرې کوي.

تمه ده چې انتونیو ګوتریش به له افغانستان سره د اړیکو د عادي کولو لپاره د هېوادونو د ګډ دریځ غوښتنه وکړي. د خبرو اترو اصلي برخه به سبا دوشنبه په دوحه کې ترسره شي.

دا په داسې حال کې ده، چې دې غونډې ته د طا-لبانو مخالفو سیاسي جریانونو ته بلنه نه ده ورکړل شوې او سرپرست حکومت هم په کې له ګډون ډډه کړې ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا