اسلایدشوروستي خبرونهنړۍ

امریکا او روسیې په سوریه کې پر اوربند هوکړه کړې ده

د امریکا ولسمشر ډونلډ او د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین په سوریه کې پر تازه اوربند هوکړې ته رسېدلي دي. دا هوکړه لیک د سوریې په جنوب لوېدیځ کې له جنګ جګړو د خوندي سیمې د رامنځته کولو لپاره لاسلیک شوی دی.

پر سوریه د امریکا او روسیې د اوربند هوکړه د جرمني په هامبورګ کې د جي ۲۰ هېوادونو د ناستې په څڼده کې شوې ده. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف، چې له خپل امریکايي سیال ریکس ټېلرسن سره یې د اوربند په خبرو اترو کې ګډون کړی و، ویلي، دغه هوکړه لیک به له یکشنبې پلی شي. امریکا او ملګري یې په سوریه کې د داعش ضد ایتلافي ځواکونو او روسیه بیا د بشارالاسد د ځواکونو ملاتړ کوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل، له پخوانیو هوکړه لیکونو سره د دې هوکړه لیک توپير په دې کې دی چې دا ځل یې روسیه پلې کېدا ته ژمنه ده. هغه هیله وښوده چې د سوریې په نورو برخو کې هم د اوربند ورته هوکړه لیکونه لاسلیک شي

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

هم چک کړئ
بستن
دکمه بازگشت به بالا