اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

پوتزل په افغانستان کې د یوه تول شموله حکومت پر جوړولو ټینګار وکړ

ډید خبري اژانس: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مشر یو ځل بیا په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی دی.

پوتزل په افغانستان کې د یوه تول شموله حکومت پر جوړولو ټینګار وکړ

دا په داسې حال کې ده چې طا-لبان د نړیوالې ټولنې له غوښتنې سره چې د دوی واکمني ټول شموله ده، مقاومت کوي.
یوناما نن دوشنبه (د زمری ۳مه) په یوه ټوییټ کې لیکلي چې ښاغلي پوتزل دغه موضوع بامیان ولایت ته د خپل سفر پر مهال راپورته کړه.

یوناما زیاته کړه چې ښاغلي پوتزل بامیان ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د مدني ټولنې، ښځو او د خلکو د مشورتي کمیسیون له استازو سره وکتل.
د دغه سازمان په وینا، د یوناما مشر په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت پر جوړېدو ټینګار وکړ.
مارکوس پوتزل، په دې وروستیو کې د انتونیو ګوتیرش لخوا؛ د ملګرو ملتونو عمومي منشي د افغانستان په چارو کې د خپل ځانګړي استازي په توګه معرفي شو.

دغه تجربه لرونکې الماني ډيپلومات په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د ځانګړي استازي په توګه د کار له پيلولو وروسته خپل ولايتي سفرونه پيل کړي دي.
نوموړي تر دې دمه د ننګرهار، خوست او بامیان په ګډون د هېواد یو شمېر ولایتونو ته سفرونه کړي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا