افغانستانامنیت و حوادثروستي خبرونه

په فاریاب کې یو ملا امام پر یوې دولس کلنې ماشومې د جنسي تیري په تور ونیول شو

د دید خبري آژانس د خبر له مخې په شمال کې له فاریاب څخه راپورونه وايي، چې د دغه ولایت په قیصار ولسوالۍ کې یو ملا امام پر یوې ۱۲ کلنې نجلۍ د جنسي تېري په تور نیول شوی دی.

په فاریاب کې یو ملا امام پر یوې دولس کلنې ماشومې د جنسي تیري په تور ونیول شو

سرچينې زياته کړې، چې د قيصار ولسوالۍ د شلک‌توی کلي د جومات ملا امام په يوه مېلمستیا کې و او د شپې پر مهال يې پر ١٢ کلنې لور جنسي تېرى کړى دى.
دغه موضوع د شنبې په ورځ (د سرطان ۲۵) رسنیو ته په ډاګه شوه.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه سړى تېره شپه له مېلمستون څخه د کوربه پر ١٢ کلنې لور کوټې ته ولاړ او پر هغې يې جنسي تېرى وکړ.
سرچینه زیاتوي، چې بریدګر د نجلۍ له پلار سره جګړه کړې او له کوره تښتېدلی، خو مرکب او بوټونه یې شاته پرېښي دي.
د فاریاب سیمه ییزو چارواکو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا