اسلایدشوروستي خبرونهسیاستمهم مطالبنړۍ

په دمشق کې د ایران پر کنسولګرۍ برید؛ عبداللهیان اعلان وکړ چې امریکا ته یې یو مهم پیغام استولی دی

ډید خبري اژانس: په سوریه کې د ایران پر کنسولګرۍ تر برید وروسته د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې د سویس د سفارت چارواکي یې «امریکایي حکومت ته یو مهم پیغام» بللی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان زیاته کړه: په دې پیغام کښې د ترهه ګرۍ د حملې ابعاد او د اسرائیلو د رژیم جنایتونه بیان شول او د امریکې د حکومت په مسئولیت باندې تاکید وشو.

تر دې مخکې سپاه پاسداران تایید کړې وه، چې په سوریه کې د ایران پر کنسولګرۍ د دوشنبې ورځې په برید کې د سپاه پاسداران دوه قوماندانان او له دوی سره پنځه افسران وژل شوي دي.

په سوریه کې د ایران سفیر حسین اکبري ویلي، د قونسلګرۍ پر ودانۍ په برید کې وژل شوي درې کسان «په سوریه کې د اسلامي جمهوری پوځي واحدونه» وو.

هغه وویل چې د اسراییلو F-35 جنګي الوتکو د څو توغندیو په ویشتلو سره د قونسلګرۍ پر ودانۍ برید وکړ.

تر دې مخکې د سپینې ماڼۍ ویاندې کارین جین پییر ویلي و، چې جوبایډن په دمشق کې د ایران پر کنسولګرۍ د اسرائیلو د هوايي برید په اړه له راپورونو خبر دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا