اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

پاکستان: په کونړ کې پر چینايي پروژو د برید طرحه کوونکی ووژل شو

دید خبري آژانس: راپورونه وايي، چې په پاکستان کې پر چینايي تاسیساتو د برید طرحه کوونکی په کونړ ولایت کې وژل شوی دی.

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د افغانستان په کنړ سیمه کې د تحریک طا-لبان پاکستان (ټي ټي پي) خطرناک مشر د داسو د خونړي برید طراح پرون پېژندل شوی او وژل شوی دی.

د داسو پروژې برید د ۲۰۲۱ کال د جولای په ۱۴ مه په یوه چاودنه کې د ۹ چینایي اتباعو په ګډون لږ تر لږه ۱۲ کسان ووژل شول چې په داسو هایدرو پاور پروژه (DHPP) کې یې کار کاوه.

له چاودنې وروسته، چینایي شرکت چې په پروژه کې کار کوي د «امنیتي اندیښنو» له امله په سایټ کې کار وځنډاوه او له خورا اړین پاکستاني کارګرانو پرته یې ټول له دندې ګوښه کړل.

په هرصورت، شرکت څو میاشتې وروسته خپل فعالیتونه بیا پیل کړل.

د ۲۰۲۲ په نومبر کې، د پاکستان د ترهګرۍ ضد محکمې (ATC) د DHPP ترهګریز برید قضیه کې نیول شوي دوه سړي هر یو په ۱۳ حسابونو کې په مرګ محکوم کړل.

محکمې په دغو دوو ترهګرو ۴۰ میلیونه روپۍ جرمانه هم لګولې او د عمر قید سزا یې هم اورولې ده.

تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا