اسلایدشوروستي خبرونهسیمهنړۍ

پاکستان ته د ټرمپ پالیسی

تر اوسه د ټرمپ ادارې د افغانستان په تړاو خپله پالیسي نه ده اعلان کړې.ویل کیږي د امریکا نوې پالیسي به په افغانستان او پاکستان دواړو پلې کیږي.
داسې ویل کیږي چې د امریکا نوې پالیسي به پاکستان سخت وځپي. رویټرز اژانس د ځینو امریکایي چارواکو له خولې لیکلي چې د ټرمپ اداره به په پاکستان فشار راوړي چې په دغه هیواد کې مېشت ترهګر چې افغانستان کې بریدونه کوي، وځپي.
د امریکا نوې پالیسۍ کې د ډرون بریدونو زیاتوالی، د نغدې مرستې بندول او ښایي په نړیواله سطحه د پاکستان حالت ته زیان رسول په کې شامل وي.
امریکا په تېر کې په پاکستان ډیر اعتبار کړی. اوس امریکا وایي چې پاکستان په تېرو ۱۶ کلونو کې د ترهګرۍ په نامه جګړه کې پاتې راغلی. امریکا سیمه کې د پاکستان له بل رقیب هند سره اړیکې ښې کړي.
د امریکا دفاع وزارت او سپینې ماڼۍ په رسمي ډول د پالیسۍ د څرګندولو وړاندې په دې تړاو د څه ویلو نه ډډه کړې ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا