اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاستمهم مطالبنړۍ

هند: د افغانستان په اړه د هند چلند له خلکو سره د تاریخي اړیکو او دوستۍ پر بنسټ ولاړ دی

د دید خبري آژانس د خبر له مخې د هند د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې د افغانستان په وړاندې د دغه هېواد دریځ د تاریخي اړیکو، له خلکو سره د دوستۍ او د ملګرو ملتونو د پرېکړه لیکونو په رعایت ولاړ دی.

س. جی شنکر د هند د بهرنیو چارو وزیر پرون د دغه هېواد په پارلمان کې وویل چې د افغانستان په اړه د هند چلند په پرله پسې توګه د تاریخي اړیکو، له خپلو خلکو سره د دوستۍ او د ملګرو ملتونو د اړوندو پرېکړه لیکونو د رعایت پر بنسټ جوړ شوی دی.

د هند د بهرنیو چارو وزیر دې ته اشاره کړې چې په تېرو دوو کلونو کې یو شمېر افغان ډیپلوماتان په درېیمو هېوادونو کې د استوګنې د ترلاسه کولو له امله له هنده وتلي دي. په هرصورت، پاتې ډیپلوماتانو په هند کې د ډیپلوماتیکو ماموریتونو د دوام مسولیت په غاړه اخیستی دی.

هغه زیاته کړه: په نوي ډهلي کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت ډیپلوماتیک حضور او د هند په ممبۍ او حیدراباد کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت قونسلګرۍ خپل فعالیت ته دوام ورکوي.

جیشنکر په نوي ډهلي کې د افغانستان د سفارت د تړلو له اعلان سره سره، د هند د حکومت ننګونو ته په اشارې سره، څرګنده کړه چې دا مسله د داخلي قدرت په مبارزه او په لویدیځ کې د پناه غوښتونکو د ډیپلوماتانو له وتلو سره ډیره تړاو لري.

هند له نړیوالې ټولنې سره په څنګ کې د طا-لبانو په مشرۍ حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او په کابل کې د یوه ټول شموله حکومت پر جوړولو ټینګار کوي.

بلخوا هند ټینګار کوي چې د افغانستان خاوره باید د کوم هېواد پر ضد د تروریستي فعالیتونو لپاره ونه کارول شي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر له افغانستان سره د هند پر بشري هڅو، اوسنیو مرستو او له زلزله ځپلو سره د بې شمېره غنمو، طبي مرستو او مرستو پر لېږلو د ټینګار په ترڅ کې وویل: هند پرېکړه کړې چې د افغانستان له خلکو سره بشري مرستې وکړي.

جیشنکر ټینګار وکړ چې د طا-لبانو په رسمیت پېژندلو کې د هند دریځ له نړیوالې ټولنې سره برابر دی.

نوموړي دغه راز د هند او افغانستان پر تاریخي اړیکو ټینګار وکړ او په حیاتي برخو کې یې د څه باندې ۵۰۰ پراختیایي پروژو په یادولو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوامداره همکاریو په اړه رڼا واچوله.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا