اسلایدشوروستي خبرونهسیاستنړۍ

د قطر د بهرنیو چارو وزیر په مسکو کې د روسیې له صدراعظم سره وکتل

دید خبري اژانس: د قطر لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر روسیې ته د سفر په ترڅ کې د لومړي وزیر سره وکتل.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ د یوې بیانیې په خپرولو سره اعلان وکړ چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني مسکو ته د خپل سفر په ترڅ کې د روسیې له صدراعظم میخایل میشوستین سره په سیمه ایز او نړیوال مسایل بېلابېلو برخو کې د نظر تبادله وکړه.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: دوی د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو په ځانګړي ډول د سوداګرۍ، خوراکي خوندیتوب او انرژۍ په برخو کې خبرې وکړې.

د سیمه ییزو او نړیوالو مسایلو په ځانګړې توګه د روسیې او اوکراین کړکېچ او په سوله ییزه توګه یې د حل پر لارو چارو خبرې وشوې.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا