اسلایدشوروستي خبرونهسیاستمنطقیمهم مطالبنړۍ

د غزې جګړه؛ د اسرائیلو پوځیانو د الجزیرې خبریال وواژه او د آناتولی عکاس یې ووهلو

ديد خبري آژانس: د الجزيرې تلويزيون خبر ورکړى چې د غزې په تړانګه کې د خان يونس په سيمه کې د اسرائيلو د توغنديو په بريد کې د دوى يو خبريال وژل شوى دى. په عین حال کښې راپورونه ښیی چې د اناتولیا خبری اژانس عکس اخیستونکی په غزه کښې د دغه رژیم د عسکرو له خوا ووهل شو.

د الجزیرې د راپور له مخې، خبریال سمر ابو دقا له خپل یو همکار وائل دحدوح سره د غزې په جنوب کې پر یوه ښوونځي د اسرائیلي توغندیو په برید کې ټپي شوی دی.

ابو دقا ووژل شو او دحدوح ټپي شو او روغتون ته یووړل شو. دادوه هماغه خبریال دی چې د اکتوبر په میاشت کې یې د اسرائیلو په هوايي برید کې د کورنۍ غړي له لاسه ورکړل.

په همدې حال کې د اناتولیا خبري اژانس انځور اخیستونکی په بیت المقدس کې د اسراییلي پوځیانو له خوا ووهل شو.

د صهيونېسټ رژيم فوځيانو د اناتوليا خبري اژانس په فوټوګرافي حمله وکړه، هغه يې ووهلو او په زمکه يې کش کړ.

دا په داسې حال کې ده چې د دې ترکي رسنۍ عکاس مصطفی الخاروف په ختیځ بیت المقدس کې د راپورونو په جوړولو او عکسونو اخیستو بوخت و.

د صهيونېسټ رژيم د مزدورو فوځيانو لخوا په دغه مطبوعاتي فوټوګرافي باندې له ګوزارونو وروسته هغه د امبولانس په ذريعه روغتون ته يووړل شو.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا