افغانستانبشری حقونهروستي خبرونه

اميري: نړيواله ټولنه دې د افغان ښځو د حقونو په ملاتړ کې يو موټي شي!

د ډید خبري اژانس: په افغانستان کې د ښځو د حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې وايي، نړیواله ټولنه باید د افغان ښځو د حقونو د ملاتړ په برخه کې قوي او متحد دریځ غوره کړي.

اميري: نړيواله ټولنه دې د افغان ښځو د حقونو په ملاتړ کې يو موټي شي!

د افغانستان د ښځو د حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري په دې وروستیو کې په دوحه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړي استازي مارکوس پوتزل او د نړۍ له یو شمېر سفیرانو سره د خپلې لیدنې په اړه ټویټ کړی دی.
اغلې امیري وايي، هغې په دوحه کې له خپلو شریکانو او نورو سره وکتل ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې نړیواله ټولنه د افغان ښځو د حقونو، زیان منونکو ټولنو او ټولو افغانانو په ملاتړ کې یو قوي، متحد اصولي دریځ ساتي.
د افغان ښځو د حقونو لپاره د امریکا سفیر پ داسی حالی کی پر ښځو د حقونو محافظت یو ځل بیا ټینګار کړی، چې ټاکل شوې سبا په کابل کې د طا-لبانو «افغانان غونډه» جوړه شي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا