اسلایدشوروستي خبرونهسیاستنړۍ

د سي آی اې مشر په پټه اوکراین ته سفر وکړ

دید خبری آژانس: رسنیو په عین حال کې اوکراین ته د سی ای اې د مشر ویلیام برنز د پټ سفر خبر ورکړی دی چې د روسیې دپوځیانو پرضد د اوکراین د پوځی حملې په حال کښې دی.

دا خبره واشنګټن پوسټ تېره شپه د سرچینو په حواله کړې ده.

د دغه رپوټ له مخې، ویلیام برنز د دغه سفر په لړ کښې د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي او د دغه هېواد له استخباراتي چارواکو سره وکتل او خبرې اترې یې وکړې.

د معلوماتو له مخې، اوکراین ته د سي آی اې د مشر سفر د جون په میاشت کې شوی، خو کره نېټه یې نه ده معلومه.

برنز په دې سفر او له اوکرایني چارواکو سره د کتنې پر مهال د روسیې پر وړاندې په جګړه کې د بریالیتوب لپاره د معلوماتو پر تبادلې ټینګار کړی دی.

خو د امریکا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز مارک میلي پرون په واشنګټن کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې د اوکراین پر ضد د جګړې په ډګر کې په پرله پسې توګه پرمختګ کوي خو له سختو ستونزو سره مخ دي.

دغه امریکايي پوځي چارواکي زیاته کړه: «د کاغذ پر مخ جګړه له اصلي جګړې سره ډېر توپیر لري. په ریښتینې جګړه کې، ریښتیني خلک په لومړۍ کرښه کې وي او دوی مري».

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا