اسلایدشوافغانستانبشری حقونهروستي خبرونهسیاست

د بخښنې نړیوال سازمان له عامه ژوند څخه د افغان ښځو او نجونو ایستل «د بشریت ضد جنایت» بللی دی.

ډید خبري اژانس: د بښنې نړیوال سازمان په یوه نوي راپور کې ټینګار کړی چې له عامه ژوند څخه د افغان ښځو او نجونو ایستل «د بشریت ضد جنایت» دی.

د بښنې نړیوال سازمان نن (د سرطان ۱۰مه) په یوه ټوېټ کې ویلي چې طا-لبان باید په دې قضیه کې حساب ورکړي.

په یوه لنډه ویډیو کې چې په ټویټر کې خپره شوې، د بښنې نړیوال سازمان په افغانستان کې د ښځو د وضعیت په اړه د دغه سازمان او د حقوقي چارو د نړیوال کمیسیون د راپور ځینې برخې روښانه کړې دي.

دغه بنسټ وايي، افغان مېرمنې له خپلو اساسي حقونو او آزادیو بې برخې دي او نور نه شي کولای په عامه او سیاسي برخو کې برخه واخلي.

د بښنې نړیوال سازمان زیاته کړه: «د هغوی غږونه غلي شوي او خوبونه یې له منځه تللي دي. له دوی څخه د زده کړې فرصتونه او مسلکي پرمختګونه اخیستل شوي او د جامو اغوستل او په ازاده توګه ګرځېدل منع شوي دي.

دغه بنسټ زیاته کړه چې د افغان ښځو له حقونو څخه د دفاع په اړه هر ډول خبرې له ظلم او تاوتریخوالي سره مخ شوي دي.

د بښنې نړیوال سازمان وايي، د افغان مېرمنو خپلسري توقیف، شکنجه او د ښځو له بنسټیزو بشري حقونو څخه په کلکه بې غوري اوس د ورځې په تیریدو بدله شوې ده.

دغه بنسټ ویلي چې د افغان ښځو پر وړاندې د طا-لبانو چلند د بشریت ضد جنایت ګڼل کېدای شي او اوس د دې وخت دی چې نړیواله ټولنه ودرېږي او اقدام وکړي.

د بخښنې نړیوال سازمان وویل: «عدالت او حساب ورکونه باید پلي شي. افغان ښځې او نجونې له دې څخه د ښه وضعیت مستحق دي. دوی عدالت ته د لاسرسي مستحق دي. دوی د مساوات مستحق دي. دوی د خپل جنسیت له امله د مظلومیت وړ نه دي».

تر دې مخکې د بښنې نړیوال سازمان او د حقوق پوهانو نړیوال کمیسیون په یوه ګډ راپور کې ویلي وو چې له افغان ښځو سره د طا-لبانو چلند باید د بشریت ضد جنایت په توګه وڅېړل شي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا