اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د کابینې غونډه پرون مازدیګر په چهارچنار ماڼۍ کې جوړه شوه

د ارگ راپور له مخی، د غونډې په پیل کې جمهوررئیس غني د چین، ایران او ایټالیا خلکو او دولتونو سره چې په هیوادونو کې یې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله زیات متاثره شوي، خپله خواخوږي څرګنده کړه.

د ارگ راپور له مخی، د غونډې په پیل کې جمهوررئیس غني د چین، ایران او ایټالیا خلکو او دولتونو سره چې په هیوادونو کې یې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله زیات متاثره شوي، خپله خواخوږي څرګنده کړه.
همدارنګه یې په هیواد کې د کرونا ویروس خپرېدو د مخینوي په موخه د لازمو تدابیرو نیولو په خاطر د عامې روغتیا وزارت د فعالیتونو او متحده عربي اماراتو څخه د دغه ویروس د تشخیصیه کیټونو د مرستې په خاطر مننه وکړه.
جمهوررئیس زیاته کړه، د دغه ویروس د خپریدو مخنیوي او احتیاطي تدابیرو په خاطر لازمه ده چې هیوادوال د عامې روغتیا وزارت د لارښوونو مطابق عمل وکړي او ټول دولتي بنسټونه په ځانګړي ډول مالیې، بهرنیو چارو، پوهنې، لوړو زده کړو، حج او اوقافو، اطلاعاتو فرهنګ، مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارتونه او د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره دې له عامې روغتیا وزارت سره هر اړخیزه همکاري وکړي او د دغه ویروس د خپریدود مخنیوی او مبارزې په موخه دې د هیواد په بندرونو کې جدي تدابیر ونیسي.
د اجنډا مطابق عدلیې وزیر د ټاپې ګازو پایپ لاین پروژې (TAPI) په مسیر کې د ځمکو د استملاک قانون طرحه غونډې ته وړاندې کړه چې په پرنسیب کې تصویب شوه.
وروسته د عدلیې او لوړو زده کړو وزیرانو د ملکي لوړو زده کړو قانون د ځینو مادو د تعدیل او زیاتولو طرحه غونډې ته وړاندې کړه چې تصویب شوه.
په همدې ترتیب عدلیې وزیر د وقفي ملکیتونو چارو د تنظیم قانون طرحه غونډې ته وړاندې کړه چې کابینې د قانون یاده طرحه د متعددو شکلي او محتوايي نیمګړتیاوو په خاطر تصویب نه کړه، عدلیې او ارشاد، حج او اوقافو وزارتونه یې موظف کړل چې یاده طرحه بیا وګوري، دوباره دې د قوانینو کمېټه کې مطرح او د کابینې راتلونکو غونډو ته وړاندې کړي.
د غونډې په بله برخه کې عدلیې وزیر د ارزونې عالي ادارې د قانون طرحه غونډې ته مطرح او کابینې په پرنسیب کې تصویب کړه، عدلیې وزارت یې موظف کړ چې د جمهوري ریاست دویم مرستیال تر نظر لاندې یاده طرحه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د رئیس او د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست سرپرست د نظریاتو په پام کې نیولو سره تصحیح او نهايي کړي.
همداراز عدلیې وزیر د پولیسو قانون د ځینو مادو د احکامو د لغوې طرحه، د طبي علمي-تخصصي کادر قانون، د ټولیزو رسنیو د قانون طرحه، اداري فساد څخه د ترلاسه شویو غیرقانوني شتمنیو د اعادې د مقررې طرحه او د واټونو د ترانسپورټ تنظیم قانون د ځینو مادو د تعدیل او لغوې طرحه غونډې ته وړاندې کړه چې کابینې یادې طرحې تصویب کړې.
وروسته د اطلاعاتو فرهنګ وزارت سرپرستې، سویډن هیواد ته د ترمیم لپاره د اعلیحضرت غازي امان الله خان اړوند دوه عرادې بګیو د لېږد وړاندیز مطرح کړ چې تصویب شو.
د غونډې په بله برخه کې د اقتصاد وزیر د افغانستان پایدار انکشاف اهداف (۲۰۱۵ – ۲۰۳۰) غونډې ته وړاندې کړل چې په پرنسیب کې تصویب شول.

د غونډې په دوام د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د زمیندارۍ چارو معین په هرات، فاریاب او لوګر ولایتونو کې د شهیدانو او معلولینو ښارګوټو جوړولو، د بامیان، پکتیا او پروان پوهنتونونو جوړولو او پراختیا او د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې د یو شمېر زېربنایي تاسیساتو جوړولو په خاطر یو شمېر دولتي بنسټونو ته د دولتي ځمکې د استفادې حق لېږد پنځلس مورده وړاندیزونه غونډې ته مطرح کړل.
کابینې له هغو مواردو څخه په استثنا چې د ښارګوټو جوړولو په خاطر په پام کې نیول شوي د یادو ځمکو د استفادې حق انتقال تصویب کړ او د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست یې موظف کړ چې د ښارګوټو جوړولو لپاره د ځمکې د استفادې حق لېږد وړاندیزونو اړوند اسناد بیا وګوري.
د غونډې په پای کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست او سیاسي معین د بین المللي معاهداتو ۱۰ مورده غونډې ته وړاندې کړل چې کابینې یې ۶ مورده تصویب کړل.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا