اسلایدشوروستي خبرونهسیاستنړۍ

د اسلامي همکاريو سازمان د قرآن کريم د بې حرمتۍ پر وړاندې پر ګډو اقداماتو ټينګار وکړ

دید خبری اژانس: د اسلامی ملګرتیا سازمان په خپله بیړنۍ غونډه کښې د قرآن کریم د سپکاوی د مخنیوی لپاره د هر اړخیزو اقداماتو په ضرورت ټینګار وکړ.

د سعودي عربستان په جده ښار کې د اسلامي همکاریو د سازمان په بېړنۍ غونډه کې ګډون کوونکو هېوادونو په راتلونکي کې د قرآن کریم د سوځولو د مخنیوي لپاره د جدی اقداماتو غوښتنه وکړه.

دا غونډه وروسته له هغه جوړه شوه چې د سویډن په اسټکهلم کې د لوی اختر په ورځ د یوه عراقي سویډني وګړي له خوا د قرآن کریم یوه نسخه وسوځول شوه.

د دې فوق العاده غونډې په پای کې د خپرې شوې بیانیې له مخې، د اسلامي همکاریو سازمان له غړو هېوادونو وغوښتل چې د قرآن کریم د بې حرمتۍ د تکرار د مخنیوي لپاره په ګډه او ډله ییزو اقداماتو لاس پورې کړي.

په دغه بیانیه کښې ویل شوی دی چې د دغه موسسې عمومی منشی حسن ابراهیم طه د دې خبرې په ضرورت ټینګار وکړ چې د قرآن سپکاوی یوازې د اسلام فوبیا موضوع نده.

د دغې اعلامیې په بله برخه کې راغلي: موږ باید په پرله پسې توګه نړیوالې ټولنې ته د نړیوالو قوانینو د سمدستي تطبیق یادونه وکړو. هغه قوانین چې په ښکاره ډول د مذهبي کرکې هر ډول مدافعت منع کوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا