اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادث

په کابل کې چاودنې ۸ تنه ټپیان کړل

د دید خبري آژانس د خبر له مخې د کابل لپاره د طا-لبانو امنیه قومانداني د چهارشنبې په ورځ (د عقرب ۱۱مه) په کابل کې د نننۍ چاودنې د قربانیانو شمېر ۸ تنه اعلان کړ.


نن سهار د کابل ښار د پنځمې ناحیې اړوند د مرکزي سیلو په سیمه کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کارکوونکو پر موټر د ماین چاودنه شوې ده.
د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي، په دې پېښه کې د کلیو او پراختیا وزارت ۸ کارکوونکي ټپیان شوي دي.
دغه پيښه د سړک غاړې د ماين د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.
تر اوسه کومې ډلې د دې پېښې مسوولیت نه دی منلی.
تر دې وړاندې په هرات کې هم د طا-لبانو د الفاروق قول اردو د روغتیايي کارکوونکو پر موټر برید شوی و، چې پړه یې داعش پر غاړه اخیستې وه.
په کابل ښار کې د چاودنو زیاتوالي د دغه ښار اوسېدونکي اندېښمن کړي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا