اسلایدشوافغانستانبشری حقونهروستي خبرونهسیاست

انور ابراهیم: د افغان نجونو د تعلیم حق تر پښو لاندې کول د اسلامي لارښوونو خلاف کار دی

دید خبری آژانس د خبر له مخې: د مالیزیا لومړی وزیر او د مالیې وزیر د ملګروملتونو د عمومی اسمبلۍ په غونډه کښې په افغانستان کښې د نجونو او ښځو په تعلیم بندیز د اسلامی ارشاداتو خلاف وباله.

د مالیزیا لومړي وزیر انور ابراهیم چې پرون (جمعه، ۳۰ سنبله) د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په ۷۸مه غونډه کې خبرې کولې، له طا-لبانو وغوښتل چې د ښځو او نجونو پر وړاندې تبعیضي سیاستونه لغوه کړي.

ښاغلي ابراهیمي په خپلو خبرو کې په افغانستان کې بشري ناورین ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې مالیزیا په افغانستان کې د بشري وضعیت د خرابیدو په اړه ژوره اندیښنه لري.

هغه زیاته کړه، په افغانستان کې بشري ناورین په ځانګړې توګه د دریو کلونو پرله پسې وچکالۍ او د ملخانو له برید سره، چې د غنمو د کرلو لپاره یې د کروندګرو وړتیا کمزورې کړې ده، نوره هم زور اخیستی دی.

د مالیزیا لومړي وزیر ویلي، هېواد یې له افغانستان سره د خلکو تر منځ اړیکو ته ژمن دی او د بشري مرستو له لارې به دغو اړیکو ته دوام ورکړي.

له هغه وخته چې طا-لبانو پر افغانستان واک تر لاسه کړ، له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې ښوونځيو ته له تلو منع شوې او د پوهنتونونو دروازې هم د نجونو پر مخ تړل شوې دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا