اسلایدشوروستي خبرونهسیاستسیمهمنطقیمهم مطالبنړۍ

د ایران د بهرنیو چارو وزیر پاکستان ته سفر کوي

ډید خبري اژانس: د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان د دواړو هېوادونو تر منځ له وروستیو کړکېچونو وروسته د یوه لوړ پوړي سیاسي، پوځي او امنیتي پلاوي په مشرۍ پاکستان ته تللی دی.

دغه لوړپوړي ايراني ډيپلوماټ او ورسره مل پلاوي ته اسلام اباد ته له سفر مخکې د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت سيمه ييز مرستيال رحيم حيات قريشي او په پاکستان کې د ايران سفير رضا اميري مقدم ښه راغلاست ووايه.

نوموړی به په دغه یو ورځني سفر کې د پاکستان د سرپرست لومړي وزیر انوارالحق کاکړ په ګډون د پاکستان د حکومت له لوړ پوړو چارواکو سره وګوري او پر امنیتي، اقتصادي او سوداګریزو مسایلو به خبرې وکړي.

دا په روان کال کې پاکستان ته د ایران د بهرنیو چارو د وزیر دویم سفر دی.

دا سفر وروسته له هغه کیږي چې ایران او پاکستان د جنوري په ۲۲ په یوه ګډه اعلامیه کې اعلان وکړ چې دوی د پولې هاخوا د ترهګرو پر پټنځایونو د توغندیو بریدونو په اړه د لنډې کړکېچ وروسته خپل سفیران بیرته رابللي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا