افغانستانخبرفایلونهویډیوښځې

په هلمند کي یوه ښځه له ۱۴ کلن کورني بند څخه وژغورل شوي

د دید خبري اژانس: د هلمند ولایت د طالبانو امنیه قومندانۍ وایي د ګرمسېر ولسوالۍ د کوپکي په سیمه کي یوه ښځه چي د خپل پلار او وروڼو له لوري د ۱۴ کلونو راهیسې په کورني بند کي ساتل شوې وه ژغورل شوي ده.

دغې قومندانۍ په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه ښځه په داسې حال کې ازاده شوه، چې په ځنځیرونو تړل شوې وه.

د خبرپاڼې په حواله چې دغه ښځه د لومړنۍ درملنې لپاره د هزارجفت روغتون ته ولېږدول شوه.

طالبانو ویلي چې ددغې پېښې په تړاؤ څلور کسان نیولي دي چې یو یی پلار او درې نور یې وروڼه دي.

ترمخکي هم د هېواد په بیلابیلو سیمو کې دغه ډول ښځې د کورنۍ زندانونو ژغورل شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button