پټې وژنې؛ کندهار کې د یوه ځوان جسد موندل شوی
د دید خبري اژانس: سرچینې خبر ورکوي چې د کندهار ولایت په یوه سیمه کې د یوه ځوان جسد په داسې حال کې موندل شوی چې تر وژل کیدو وروسته سوځول شوی و.

یوې سرچینې چې نه یې غوښتل هویت یې په ډاګه شي، د یکشنبې په ورځ دید پریس ته ویلي چې د احمدالله په نوم وژل شوی کس، چې د کندهار ولایت د دامان ولسوالۍ اوسېدونکی و، له څو ورځو راهیسې د خپلې کورنۍ له غړو څخه نادرکه شوی و.
سرچینه وايي، قرباني لومړی د خپلو ملګرو له خوا مېلمستیا ته غوښتل شوی، وروسته د چړو په وسیله وژل شوی او بیا یې جسد د فاضله موادو په یوه زېرمه کې پټ شوی و.
د سرچینې په وینا، د وژل شوي کس جسد د کندهار ښار د نساجۍ په سیمه کې موندل شوی دی.
دغه کس چې په سیمه کې د یوه مخور کس زوی و، د ځمکو کرنه یې کوله او د نهو اولادونو د پالنې او روزنې مسوولیت یې پر غاړه درلود.
سرچینې ویلي چې د وژل شوي کس موټر طالبانو موندلی او د هغه د وژنې په تړاو یې هم یو شمېر کسان نیولي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په کندهار کې مرموزې وژنې زیاتې شوې دي.