بشري حقونهخبرنړۍ
د هند په آسام ایالت کې د ۱۳۲ مسلمانو کورنیو د کورونو نړول
د دید خبري اژانس: د هند په آسام ایالت کې چارواکو د ۱۳۲ مسلمانو کورنیو کورونه د دولتي ځمکو د غیرقانوني اشغال په تور ویجاړ کړي دي.

د راپورونو له مخې، کورنۍ وايي چې دوی په ۱۹۸۳ کال کې د مسلمانانو ضد تاوتریخوالي څخه د تیښتې وروسته په سیمه کې میشت شوي وو.
د کورونو نړول سره له دې چې ځایي چارواکو د دې عمل دلیل د دولتي ځمکې غیرقانوني اشغال یاد کړی دی، ترسره شوي دي.