خبرسیمه

په بلوچستان کې د نامعلومو وسله والو لخوا د پاکستان د ګازو پایپ لاین په نښه شو

د دید خبري اژانس: پاکستاني رسنیو د هیواد په بلوچستان ایالت کې د ګازو د یوې لویې پایپ لاین د چاودنې خبر ورکړ.

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د ګازو د پایپ لاین د چاودنې وروسته، د سویی ګازو له ساحې څخه د پنجاب ایالت یو شمیر سیمو ته د ګازو لیږد ګډوډ شوی دی.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړ چې دا ۲۴ انچه پایپ لاین د نامعلومو وسله والو لخوا په نښه شوی دی.

د دې پیښې وروسته، د ملتان، رحیم یار خان او راجن پور ولایتونو په ګډون څو سیمو ته د ګازو لیږد ګډوډ شوی دی.

د دې راپور د خپرولو تر وخته پورې، د زیان د اندازې، احتمالي تلفاتو او د چاودنې د عاملینو د هویت په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button