افغانستانخبر

له لاسي صنایعو څخه تر طبي محصولاتو پورې؛ په فراه کې د کورنیو تولیداتو دوهم نندارتون پرانیستل شو

د دید خبري اژانس: د کورنیو تولیداتو دوهم نندارتون د فراه ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست لخوا د سیمه ایزو محصولاتو معرفي کولو، د کسب ګرو ملاتړ او د کورنیو محصولاتو لپاره د بازار پراخولو په هدف سره پرانستل شو.

په دې درې ورځني نندارتون کې د لاسي صنایعو، غالۍ، کرنیزو محصولاتو، خوړو، طبي تجهیزاتو او درملو مختلف ډولونه نندارې ته وړاندې شول.

د دې نندارتون تنظیمونکي هیله لري چې د داسې پروګرامونو ترسره کول به د فراه ولایت د تولیدي ظرفیتونو ښه معرفي، د کورنیو تولیدونکو ملاتړ او د سیمه ایزو محصولاتو بازار موندنې او پلور لپاره نوي فرصتونه چمتو کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button