د دید خبري اژانس: د نامبیو ویب پاڼې د ۲۰۲۶ کال د منځني دوره جرم او امنیت شاخص له مخې، د پاکستان لاهور ښار د نیویارک او پاریس په ګډون د یو شمیر لویدیځو ښارونو په پرتله لوړ مقام ترلاسه کړی دی، چې د خوندیتوب شاخص کې یې ۶۳.۸ نمرې ترلاسه کړې دي.

د درجه بندۍ له مخې، لاهور د کراچۍ او راولپنډۍ په پرتله له اسلام آباد وروسته د پاکستان په ښارونو کې د خوندیتوب ښه حالت لري. د ښار د جرمونو شاخص هم په ۳۶.۲ ثبت شوی، چې دا د جرمونو په ټیټ او منځني حد کې ځای لري.
په هرصورت، د ډان ورځپاڼې یو راپور ښیي چې د پنجاب پولیسو لوړ پوړو چارواکو د بیړني ټیلیفونونو نمبر ۱۵ ته د غبرګون سرعت ورو او په لاهور کې د ګزمې موټرسایکلونو کمښت په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده.
په عین حال کې، د پنجاب ایالت حکومت د پولیسو د نویو موټرسایکلونو د پیرودلو لپاره ۳۰۰ ملیون روپۍ بودیجه ځانګړې کړې ده، او تمه کیږي چې د دسمبر تر میاشتې پورې به له ۳۰۰ څخه تر ۴۰۰ پورې موټرسایکلونه د لاهور پولیسو ته وسپارل شي.
د نامبیو شاخص د ښارونو د امنیتي وضعیت په اړه د خلکو او لیدونکو د سروې ګانو او نظرونو پر بنسټ ولاړ دی او اړینه نه ده چې د جرمونو رسمي احصایې منعکس کړي.