خبرنړۍ

په امریکا کې ۶۰۰۰ الوتنې لغوه او ځنډول شوې

د دید خبري اژانس: د فلایټ اویر (FlightAware) د راپور له مخې، پرون په ټوله امریکا کې نږدې ۶۰۰۰ الوتنې لغوه یا ځنډول شوې.

راپور وايي چې له ۵۷۰۰ څخه زیاتې الوتنې ځنډول شوې او ۲۴۲ نورې لغوه شوې دي.

مخکې له دې، نیویارک پوسټ راپور ورکړ چې د جورجیا په اتلانټا هوایی ډګر کې د ډیلټا هوایي شرکت، چې د امریکا یو له لویو هوایی شرکتونو څخه دی، په سیسټم کې تخنیکي خرابۍ د سلګونو الوتنو د ځنډولو لامل شوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button